زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-05-19  |  2024-11-21  |  تازه شوی په: 2024/11/21 - 04:33:0 FA | AR | PS | EN
بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟             افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري             روسیې د احتمالي حملې لپاره د سویډن او فنلنډ تیاري             د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي             په برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له دندو لاس واخیست             ۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی             سعودي عربستان کی د بهرنیو اتباعو د اعدامونه ریکارډ             د ریلي همکاریو د پراختیا لپاره طالب پلاوی ایران ته لاړ             پاکستان ته بې کیفیته وریجې مصادره شوې             د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته             ایران افغانستان ته ۱۳ سوه میلون ډالرو غیرنفتي صادرات کړي دي             نن د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډلې مسابقه لري             مالیزیا د افغانستان د کانونو له وزارت سره همکاري کوي             په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو             خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي            

تاريخ النشر: 2024/09/21 - 04:30:4
زيارة: 201
مشاركة مع الـأصدقاء

افغانستان له جنوبي افریقا د یو ورځینو لوبو لړۍ وګټله
 افغانستان له جنوبي افریقا د یو ورځینو لوبو لړۍ وګټله

انصار: ( دوږی۳۱مه)، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل جنوبي افریقا ته په یوه لړۍ کې ماته ورکړه.

د افغانستان په کوربه توب، په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان لوبډلې، چې د دې لړۍ لومړۍ سیالي په ۱۴۴ منډو ګټلې وه، پرون (جمعه) دوهمه پنځوس اوره سیالي هم په لوی توپیر یعني ۱۷۷ منډو وګټله.

د کریک انفو ویبپاڼې د معلوماتو پر اساس، د ۱۷۷ منډو توپیر په یو ورځینو سیالیو کې تر ټولو لوی توپیر دی چې د افغانستان لوبډله یوې بلې لوبډلې ته ماته ورکوي. تر دې وړاندې د افغانستان ټیم د زیمباوې لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو په توپیر ماته ورکړې وه.

د جنوبي افریقا ټول لوبغاړي په ۳۴ اور کې وسوځېدل.

د دې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو د بایللو په پای کې ۳۱۱ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره پیلګر لوبغاړي رحمان الله ګوربز ۱۰۵ منډې وکړې. ورپسې دوه نور لوبغاړي ریاض حسن (۲۹) او رحمت شاه (۵۰) هم ښه بیټنګ وکړ خو عظمت الله عمرزي په کمو توپونو یعني په ۵۰ توپونو ۸۶ منډې وکړې.

عمرزي په باولینګ یا توپ اچونه کې هم د جنوبي افریقا لومړنی لوبغاړی وسوځاوه.

خو راشد خان په ۹ اورونو کې ۵ او ننګیالي خروټي په۶ اورونو کې ۴ لوبغاړي وسوځاوه.

محمد نبي، غضنفر او فاروقي هم له دې نظره چې لږ منډې یې ورکړې، د دې سیالۍ په ګټلو کې ښه ونډه واخیسته.

جنوبي افریقا د دې ماتې له کبله له افغانستان څخه د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وبایلله خو لا هم دوه ټیمونه یوه بله سیالي باید وکړي.

په پرونی سیالي کې ګربز اوومه سلیزه پوره کړه او په دې توګه یې د محمد شهزاد ریکارډ مات کړ.

د دې مسابقې د غوره لوبغاړي جایزه راشد خان وګټله. خو یقیناً د راشد خان ترڅنګ ګربز او عمرزی د دې سیالۍ خورا غېزمن لوبغاړي وو.

ګربز په دغه سیالی کی ۱۰ څلوریزې او ۳ شپږیزې ووهلې خو عظمت الله عمرزي ۵ څلوریزې او ۶ شپږیزې ووهلې.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33547






*
*

*



قرأ

نن د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډلې مسابقه لري


تاجکستان کې نن د فوټبال درې اړخیزه لوبلړۍ پیلېږي


افغانستان او بنګله‌دېش نن وروستۍ سیالي کوي


افغانستان په ۹۲ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه


نن افغانستان او بنګله‌دېش د درې يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه کوي


تر نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله اماراتو ته لاړه


افغان الف لوبډله د آسیا ایمرجېنګ جام اتله شوه


د افغانستان به ورزش کی، په یوه ورځ دوه بري


نیوزیلېنډ د ویسټ‌انډيز په ماتولو سره فاینلیست شو


د ښځو د شل اوريز نړيوال جام نيمه پايلوبه سبا تر سره کیږی


نن بنګله‌دېش له وېسټ اينډيز سره مخامخ کېږي


د ښځو کرکت نړیوال جام نن پيلېږي


د فوټسال ملي لوبډله نن په غوراوي پړاو کې خپل بخت ازمايي


افغانستان سبا «جمعه» له سویلي افریقا سره دوهمه لوبه ترسره کوي


د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لوبلړۍ سباپيلېږي


د جنوبي افريقا د کرکټ لوبډلمشر افغانستان کې د توپيري چلند د پای ته رسېدو غوښتنه کړې


افغانستان او نیوزیلنډ سبا یوازېنۍ ټېسټ سیالي پيلوي


«جې شاه» د هند کرکټ بورډ مشر د کرکټ نړیوالې شورا مشر کېږي


نن کابل کې د شپږیزې لیګ نهم پړاو سیالۍ پیليږي


د شپږیزې نهم پړاو لوبډلې او لوبغاړي اعلان شو


سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي


د افغانستان کرکټ لوبډلې استرالیا ته تاریخي ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره لوبه کوي


ویسټ انډيز، هند، سویلي افریقا او استرالیا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره پيدا کړه


شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان نیوزیلینډ ته په لومړي ځل ماتې ورکړه





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان